د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له علوم اسلامی رضوی پوهنتون عمومی تعلقاتو یې نقلوی چې په دې ناستې كې به جمعيت دفاع از ملت فلسطين سياسی مشر ښاغلی روې وران، په شام كې د ايران كلتوری پخوانی استازې او د پوهنتون استاذ ښاغلی اذر شب، په ايران كې د شام كلتوری استازې به حضرت امام خمينې رحمه الله عليه افكار او د هغه اثراتو په هكله خبرې اترې كوی.
د دې ناستې د تر سره كولو مقصد د دې پوهنتون د غير ايران محصلانو استاذانو او دينې طالبانو د نوی موضؤګانو سره له زياته اشنایۍ بيان شوی ده دا سيمينار به د غبرګولی د مياشتی په اوولسمی نیټې سهار لس بجې په مشهد كې په اسلامی علومو رضوی پوهنتون په سيمنارونو هال كې تر سره كیږی.
591677