IQNA

دعا، د دانی له عالی غوښتنه ده

11:45 - June 06, 2010
د خبر لمبر: 1934474
عالمانو د يو شی غوښتل په درې ډوله تقسيم كړی دی: كه عالی له دانی وغواړی نو دې ته امر وايی چې د دعا د تعليم وركولو برخه لری، او كه دانی له دانی وغواړی نودې ته التماس وايی او كه دانی له عالی وغواړی نو دې ته دعا وايی.
عالمانو د يو شی غوښتل په درې ډوله تقسيم كړی دی: كه عالی له دانی وغواړی نو دې ته امر وايی چې د دعا د تعليم وركولو برخه لری، او كه دانی له دانی وغواړی نودې ته التماس وايی او كه دانی له عالی وغواړی نو دې ته دعا وايی.


«سيدعلی الحسينی الأعرجی» چې د علمی حوزې له استاذانو څخه دی او د شهيد صدر له شاګردانو څخه دی د ايرن قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: له دعا ځينې عالمان د مسئلت او غوښتې معنی اخلی او ځينې عالمان ترې د شی د طلب معنی اخلی خو ځينې عالمانو ترې دواړ معنی اخستل جايز ګڼی، عالمانو د يو شی غوښتل په درې ډوله تقسيم كړی دی: كه عالی له دانی وغواړی نو دې ته امر وايی لكه «قُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّیَانِی صَغِيرًا " او ووايه ای پروردګاره په هغوی باندې رحم وكړې لكه څنګه چې یې زۀ ماشو لوی كړم" چې د دعا د تعليم وركولو برخه لری، او كه دانی له دانی وغواړی نودې ته التماس وايی او كه دانی له عالی وغواړی نو دې ته دعا وايی.
هغه زياته كړه: په قران كښې هم دعاګانې راغلی دی چې د پيغمبرانو په زبان جاری شوی دی چې ځنیې بيلګې یې دلته بيانوو: «قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِی وَهَبْ لِی مُلْكًا لَّا یَنبَغِی لِأَحَدٍ مِّنْ بَعْدِی إِنَّكَ أَنتَ الْوَهَّابُ " [سورة صاد/ 35] «رَبَّنَا آتِنَا فِی الدُّنْیَا حَسَنَةً وَفِی الآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ» [البقرة/ 210 ] «رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَیْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمِّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَآ أَنتَ مَوْلاَنَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ» [البقرة / 286]
سيد علی الحسينی الأعرجی په 1378 هـ كال كښې په نجف اشرف كښې وزیږيد د نجف په علمی حوزې كښې یې دينی زده كړې وكړې او له ځينې لويو استاذانو لكه آيت‌الله العظمی شهيد «سيدمحمدباقر صدر»، آيت‌الله العظمی «آخوندی» و آيت‌الله العظمی «سيدمحمد سعيد حكيم» یې ګټه واخسته.بيا چې كله د هغه د مجاهداتو له مخې د هغه ټوله كورنۍ شهيده كړې شوه نو ايران ته یې پناه راوړه او اوس په اهواز كښې دی چې د دېنی علمونو په ورزده كړې، د جعمې د امامت او همدارنګ په ریډيو او ټی وی كښې د بحثونه ذمه لری او د ايران له لوړو عالمانو ګڼل كیږی.
590249
captcha