IQNA

د قران كريم د نړيوالو مقابلو اتلسمه دوره په مصر كښې ترسره كیږی

23:36 - June 06, 2010
د خبر لمبر: 1935183
نړيواله ډله: د قران كريم د نړيوالو مقابلو اتلسمه دوره چې د 25 كالو نه كم عمر ځوانانو سره خاص ده د روژې د مياشتې په مناسبت د وږی د مياشتې له 7 تر 14 نیټې (چې د روژې د مياشتې له 17 تر 25 نیټې سره سمون لری) د مصر په پلازمينه قاهره كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «ICCUK» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا مقابلې د مصر د خير ښیګړو چارو او اوقافو د وزارت په مرسته په دې غرض ترسره كیږی چې ځوانان د قران د حفظ په لور وهڅوی او په ژوند كښې د قران په زده كړو باندې عمل وكړی. دا پروګرام په الازهر يوهنتون كښې ترسره كیږی.
په دې مقابلو كښې د ګډون لپاره اخرنۍ تاريخ د چنګاښ د مياشتې 9 نیټه ده چې نوم ليك ورته په كښې كولی شی.
592192
captcha