IQNA

15:47 - June 07, 2010
د خبر لمبر: 1935691

د قرآن كريم د بين المللی مقابلو اتلسم پړاو به په مصر كښی تر سره شی.

بين المللی ډله: د ٢٥ كالو نه د كم عمره ځوانانو د قران كريم اتلسمی بين المللی مقابلی د روژی د مباركی مياشتی په مناسبت د روان كال د روژی د مياشتی د ١٧ نه تر ٢٥ نیټی يعنی د وږی د مياشتی د ٧ نه تر ١٤ نیټی پوری د مصر په پلازمينه قاهره كښی تر سره كيدونكی دی.

د «ICCUK» د اطلاع رسونی د سائیټ په نقل د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخی: دغه مقابلی به د مصر د اوقافواو د خيريه چارو د وزارت په وسيله د ځوانانو د قرآن كريم حفظ كولو ته د هڅولو، په ژوند كښی د هغه د تعليماتو په كارولو او په مستقيمه لاره د تګ لپاره د قران كريم له تعليماتو نه د استفادی په هدف سره په الازهر پوهنتون كښی تر سره شی.
په دغه مقابلو كښی ګډون كونكی پكار دی د قرآن كرېم د تلاوت په قوانينو پوه وی او په خپل هيواد كښی د قرآن كريم له اوچتو قاريانو، د تجويد او ترتيل د اصولو له كار پوهانو او يا د الازهر پوهنتون له فارغ التحصيلانو څخه نه وی، همداراز د دغو مقابلو د مښكنۍ دوری ګټونكی په همهغه څانګه كښې په دی دوره كښی يو ځل بيا ګډون نه شی كولی بلكه له هغی نه په اوچته مرحله كښی ګډون كولی شی.
په دغه دوره كښی د ګډون مينه وال پكار دی د ١٣٨٩ كال د چنګاښ د مياشتی تر ٩ نیټی پوری د نوم ليكلو لپاره اقدام وكړی.
592192
captcha