IQNA

23:57 - June 07, 2010
د خبر لمبر: 1935795

د اسلامی كانفرنس سازمان له اسلامی هيوادونو رژيم صهيونيسټی سره د رابطې د پرې كولو غوښتنه وكړه

نړيواله ډله: د اسلامی كانفرنس د غړو هيوادونو د هيواد د بهرنيو چارو وزيرانو د يكشنبې په ورځ، د غبرګولی د مياشتې په 16 نیټۀ په يوې اعلامیې كښې له اسلامی هيوادونو رژيم صهيونيسټی سره د رابطې د پرې كولو غوښتنه كړې ده.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له Le Figaro یې نقلوی، د عربستان په جده ښار كښې پرون د اسلام هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په ناڅاپی ناسته كښې، ګډون كوونكيو د غزې په لور د مرستې په كشتۍ باندې د اسرائيلو فوځی حمله وغندله او له اسلامی هيوادونو یې غوښتی دی چې اسرائيلوسره په خپلو اړيكو كښې بيا كتنه وكړی.
همدارنګ د اسلامی جمهوری ايران د بهرنيو چارو وزير پكښی ګډون درلود چې دا حمله یې وغندله او د تركیې د حكومت د فلسطين د خلكو مرسته یې وستايله.
593072
captcha