د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له عربی ورځپاڼې «دارالحياة» یې نقوی، دا اطلاع رسوونكی سسټم په دې پتې www.IBISonline.net شورو شوی دی او د يو لټوونكی اليكټرونيك سسټم په شان ټول هغه خبرونه چې اسلامی بانكدارۍ سره اړه لری استعمالوونكی ته ښايی.
د اسلامی پراختيا د باك مشر «احمد محمد علی» په دې هكله وويل: د دې سسټم د شورو كيدو غرض دا دی چې د اسلامی بانكدارۍ او مؤسسو استعمالوونكی ته اسانی وی، خلك له اسلامی اقتصاده د هغې له استاذانو او كاروونكيو خبر شی او ویې پيژنی او په دې هكله خپل وړانديزونه او تحقيقات د دې سسټم په ذريعه مونږ ته راورسوی.
593016