د (محيط) د اطلاع رسونی د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخی: د سوډان د اسلامی فقی موسسۍ په دغه بيانيه كښی له اسلامی او عربی امتونو او هيوادونو نه وغوښتل چی د غزی تړانګی ته د انسانی مرستی په وړونكی بیړۍ باندی د اسرائيل د حملی په اعتراض كښی، له صهيونيسټی رژيم سره سياسی تعامل او د اړيكو سمول او عادی كول ودروی او په ټولو ډګرونو كښی ددغه رژيم بائيكاټ وكړی.
په دغه بيانيه كښی راغلی دی: په مديترانه سمندرګی كښی د غزی د آزادۍ په قافلی باندی د صهيونيسټی رژيم د ځواكونو حمله يو ډول سمندری غلا او ډاكه ده.
592813