IQNA

د ايران د خارجه وزارت ويندويی‎:‎‏ د افغانستان ستونزې له پوځی لاری نه آواریږی ‏

23:19 - June 08, 2010
د خبر لمبر: 1936460
سياسی ډله: د ايران د خارجه وزارت ويندويی وويل د ايران پرضد د امريكا وړانديزی پريكړه ليك د امريكايی چارواكو ‏د غلطو سياستونو له آمله يو غير اصولی او غير منطقی اقدام دی . ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت ‏ويندويی رامين مهمان پرست نن له كورنيو او بهرنيو خبريالانو سره په ګډ خبری كنفرانس كښې وويل امريكايی چارواكې ‏د ايران له سوله ايزو اتومی فعاليتونو غلط اټكل لری او د تهران له بيانیې سره د ناڅاپی مخامخيدو له كبله په ايران د ‏بنديزونو موضوع په بی منطقی ټينګارونو سره تعقيبوی .‏
د ايران د خارجه وزارت ويندويی زياته كړه د افغانستان ستونزې له پوځی لاری نه آواریږی . ‏
هغه وويل كه په افغانستان كښې د ناټو د پوځی شتون مخينې ته وكتل شی نو وبه ليدل شی چی د دوئ شتون نه يوازې د ‏ترهه ګرۍ موضوع نه ده آواره كړی بلكه دغه ښكارنده یې په سيمه كښې لا پراخه كړی ده ، زيات شمير افغانان وژل ‏شوی او د نشه ايزو توكو كر هم زيات شوی دی . ‏
ښاغلی مهمان پرست وويل اسلامی ايران د افغانستان د ستونزو د حل لپاره له سيمه ايزو ظرفيتونو په استفادی ټينګار كوی ‏‏. ‏
هغه وويل د ايراان اسلامی جمهوريت به د اتومی انرژۍ له نړيوال اژانس سره خپلوملګرتياوو او درستو هيوادونو سره ‏مرستې ته دوام وركړی او هڅه به وكړی ان پی ټی تړون خپل سم حالت ته ستون شی . ‏
د ايران دخارجه وزارت ويندويی وويل د اتومی وسلو درلودونكی بايد ملتونو ته ځواب ووايی او امريكا د اتومی وسلو د ‏سترو وسله كوټونو په درلودلو سره د ملتونو پر ضد د دغو وسلو د كارونكی په توګه زر تر زره د اتومی بی وسلی كيدا ‏په زمينه كښې جدی ګامونه واخلی . ‏
مهمان پرست وويل د تهران بيانيی له هيوادونو سره د رغنده ملګرتيا لپاره ارزښتمن فرصت برابر كړی دی چی دا چاره د ‏نارغنده او تخريبی حركتونو په مقابل كښې غوره ده . ‏
نوموړی د اتومی انرژۍ د نړيوال اژانس د عمومی مدير يوكيا آمنو په راپور نيوكه وكړه او ویې ويل د اژانس په راپور ‏كښې د تهران بيانیې ته كومه اشاره نه ده شوی .‏
‏593626‏
captcha