IQNA

په انډونيشيا كې د قران پاك د قرائت قومی مقابلی پيل شوی

23:22 - June 08, 2010
د خبر لمبر: 1936467
د قرانی كارونو ډله: د انډونيشيا په بنګكولو ښار كې د روانی ميلادی مياشتی په شپږمه نیټه د قران پاك د قرائت درې ويشتمې قومی مقابلی شورو شوی دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "Jakarta Post" ورځ پاڼې یې نقلوی چې د انډونيشيا ولسمشر ښاغلی "سوسيليوبامبانګ يودھويونو" د دې مقابلو په افتتاحی مراسمو كې په خپل خطاب كې له انډونيشيایې مسلمانانو غوښتنه وكړه چې هغوی د نړۍ لپاره د امن او عدل د پيغام رسوونكی په عنوان سره د اسلام دين د پراختيا لپاره هڅه وكړی.
"سوسيليوبامبانګ يودھويونو" زياته كړه چې د اسلامی ارزښتونو د تبليغ غو پراختيا په وسيلې په نړۍ كې د اتحاد او ويووالی او د مينې او محبت فضا او حالات جوړولې شوو.
592764
captcha