د حضرت رقيه(سلام الله عليها) قرآنی مركز مدير عبدالجليل المكرانی د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په ټيليفونی خبرو اترو كښی ددغه مطلب په بيانولو سره ووئيل: دغه قرآنی دوره د روان كال د غبرګولی د مياشتې له ٢٤ نیټی څخه پيل كیږی او تر ١٥ ورځو پوری به دوام ومومی.
عبدالجليل المكرانی؛ مدير مركز قرآنی حضرت رقيه(سلام الله عليها)
دوې د حضرت رقيه (س) په مركز كښی د دغی قرآنی دوری د تر سره كولو د علت او انګيزی په هكله ووئيل: د عراق د جنوب په بصره او زبېر ښارونو كښې د آيت الله سيستانی د استازی حجت الاسلام والمسلمين «محمد فلك المالكی» د قم له مقدس ښار څخه د كتنی نه وروسته، په يوی كوټلی قرآنی دوری كښی د ګډون لپاره د بصری او زبيرښارونو د قرآنی استاذانود لیږلو په هكله د حضرت رقېه (س) د قرآنی مركز او د آيت الله سيستانی د استازی تر مينځ يوه موافقه وشوه.
594296