IQNA

د قم په حضرت رقيه (س) قرآنی مركز كښی د قرآن د زده كړی د كوټلی دوری اجرا.

18:14 - June 10, 2010
د خبر لمبر: 1937418
بين المللی ډله: د قم په سپیڅلی ښار كښې د حضرت رقيه (س) قرآنی مركز، د عراق د بصری او زبير ښارونو د قرآن د استاذانو د قرآن د حفظ او د تجويد د ښوونی د شيوو د زده كړی يوه كوټلی دوره جوړوی.
د حضرت رقيه(سلام الله عليها) قرآنی مركز مدير عبدالجليل المكرانی د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په ټيليفونی خبرو اترو كښی ددغه مطلب په بيانولو سره ووئيل: دغه قرآنی دوره د روان كال د غبرګولی د مياشتې له ٢٤ نیټی څخه پيل كیږی او تر ١٥ ورځو پوری به دوام ومومی.


عبدالجليل المكرانی؛ مدير مركز قرآنی حضرت رقيه(سلام الله عليها)
دوې د حضرت رقيه (س) په مركز كښی د دغی قرآنی دوری د تر سره كولو د علت او انګيزی په هكله ووئيل: د عراق د جنوب په بصره او زبېر ښارونو كښې د آيت الله سيستانی د استازی حجت الاسلام والمسلمين «محمد فلك المالكی» د قم له مقدس ښار څخه د كتنی نه وروسته، په يوی كوټلی قرآنی دوری كښی د ګډون لپاره د بصری او زبيرښارونو د قرآنی استاذانود لیږلو په هكله د حضرت رقېه (س) د قرآنی مركز او د آيت الله سيستانی د استازی تر مينځ يوه موافقه وشوه.
594296
captcha