IQNA

احمدی نژاد: امنيت شورا وښودله چی ديموكراته نه ده او جوړښت یې ديكتاتوری دی

16:14 - June 11, 2010
د خبر لمبر: 1937654
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر د ايران پرضد د امنيت شورا پريكړه ليك ددغه شورا د سياسی ‏كمزورتيا نښه وبلله او امنيت شورا یې د امريكا د لاس اوزار وباله ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د ‏چين په شانګهای كښې په يوه خبری غونډه كښې وويل د تهران پرضد د امنيت شورا ۱۹۲۹ نمبر پريكړه ليك وښودله چی امنيت ‏شورا د امريكا د لاس اوزار دی . ‏
هغه چی په شانګهای كښې یې د ۲۰۱۰ اكسپو د نندارتون د ليدلو تر څنګ خبريالانو ته وينا كوله وويل امنيت شورا وښودله چی ‏ديموكراته نه ده او جوړښت یې ديكتاتوری دی . ‏
د اسلامی ايران ولسمشر جوته كړه د ايران د ملت له نظره د امنيت شورا وروستی پريكړه ليك حقوقی ارزت نلری او دا چی دوئ ‏ګومان وكړی يو شمير به ددغه پريكړه ليك پيروی وكړی سخت تيروتی دی . ‏
د اسلامی ايران ولسمشر د امريكا پخوانی ولسمشر بوش دنړۍ داوسمهال تاريخ تر ټولو كركجه څيره وبلله او ویې ويل وروستی ‏پريكړه ليك د امريكا د اوسنی ولسمشر باراك اوباما د بدلون د شعار د پای په معنا دی . ‏
ښاغلی احمدی نژاد د امريكا حكومت په غولونی تورن كړ او ویې ويل دغه حكومت چی هم هيوادونه نيسی ، مليونونو انسانان وژنی ‏او هم له ديكتاتورانو ملاتړ كوی نو د غولولو لپاره په يوه وخت له بشری حقوقو د ملاتړ او آزادۍ شعارونه هم وركوی .‏
‏595240‏
captcha