IQNA

په سنګال كښې د افريقې د مسلمانانو عالمانو لومړۍ غونډه

20:00 - June 11, 2010
د خبر لمبر: 1937690
نړيواله ډله: د افريقې د مسلمانانو پوهانو او عالمانو لومړۍ ناسته پرون د غبرګولى د مياشتې په 20 نیټه د سنګال په پلازمينه داكار ښار كښې د يوې بيانیې په وركولو سره پای ته ورسيده.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له«فلسطين آنلاين» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، په دې ناسته كښې ګډون كوونكيو د اسلام ارزښتنو د مزبوتيا او په اسلامی نړۍ كښې د اسلام د پراختيا د حمايت په غرض دا ناسته ترسره كړه.
په دې ناسته كښې له سازمانونو، دولتی مؤسسو، نړيوالو سازمانونو او غيردولتی سازمانونو وغوښتل شول چې علمی څیړنو او د علمونو تبادل ته پام د اسلام د پراختيا كوشش وكړی.
دا ناسته چې د سنګال د ولس مشر عبدالله واد په ګډون سره ترسره شوه د افريقې عالمانو پكښې په اخر كښې اسلام سرمايه ګزارۍ په پراختيا باندې ټينګار وكړ.
595162
captcha