IQNA

23:17 - June 12, 2010
د خبر لمبر: 1938393

د پاكستان د كویټه ښار د قران او عترت د ادارې د فعاليتونو تفصيل بيان شو

د قرانی كارونو ډله: د پاكستان د بلوچستان ولايت د كویټه ښار د قران او عترت د ادارې د مهو فعاليتونو كې د قرانی مقابلو تر سره كول او په دې ولايت كې په اوويا (70) سيمو كې د قران پاك ناظره او دقران پاك تجويد او د اسلامی معارفو ښوونيز مركزونه جوړول شامل دی.

د پاكستان د كویټه ښار د قران او عترت د ادارې مشر ښاغلی ذاكر حسن درانی د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) سره په يوې مركې كې وويل چې د كویټې ښار د قران پاك او عترت اداره په ميلادی كال 1997ء كې جوړه شوی وه او اوس د بلوچستان د ولايت د اووياو (70) سيمو هم زياتو سيمو كې دقران پاك او د اسلامی معارفو ښوونيزې سنټرونو افتتاح یې كړې ده.
هغه زياته كړه چې په دې ښوونيز مركزونو كې اوس نږدې 1600 هلكان او جينكۍ ته اويا (70) استاذان تعليم وركوی او هره ورځ درې ګنټې دا كلاسونه تر سره كیږی.
د كویټه ښار د قران او عترت د ادارې مشر ښاغلی ذاكر حسن درانی وويل چې د دې ادارې په نورو فعاليتونو كې د قرانی مقابلو تر سره كول او دا قرانی مقابلی هرو دريو مياشتو كې يو ځل په دې قرانی مركزونو كې تر سره كیږی.
593902
captcha