IQNA

د سعودی عرب د شيعو اصلی غوښته دا ده چې تبعيض دې نه كیږی

23:44 - June 12, 2010
د خبر لمبر: 1938402
نړيواله ډله: د سعودی عربستان يو سياسی او مشهور څیړاندی «توفيق السيف» دا وويل چې د شيعو اصلی غوښته دا ده چې په قانونو كښې مساوات، د تبعيض ختمول او ټولو ته په يوه سترګه كتل او په عادلانه طريقه له فرصتون ګټه اخستل د سعودی عرب د شيعو اصلی غوښته ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له راصد خبری چينله یې نقلوی، توفيق السيف په خپلې نوې څیړنې كښې چې په فرانس كښې په مورين اورينت مجلې كښې چاپ او خپره شوې ده ليكلی دی: د سعودی عرب شيعه د دې هيواد له حكومته غواړی چې لكه د نورو ښاريانو غوندې هغوی ته هم وكتل شی.
هغه په دې مقالې كښې د شيعو په خلاف د مذهبی تبعيض ختمول د حكومت له اړخه پخې ارادې ته اړمن ګڼلی او وايی: سعودی عرب د دې لپاره چې په قانون كښې، سایټونو كښې او په نورو چارو كښې دا تبعيض ختم شی حكومت يوې ښې برنامې ته اړمن دی.
هغه ليكلی دی: د عربستان حكومت چې كله وګوری چې داسې قانونونه شته چې پكښې نورو مذهبونو سره تبعيض كیږی نو بايد د داسې قانونونو مخ نيوې وكړی او دا كار دې جرم كړی. ځكه چې دا كار د دښمنو او فرقی جګړو سبب كیږی.
595633
captcha