IQNA

په كينیډا كې د «فاطمه فاطمه ده» نومې ځانګړنه مجله چاپ شوه

23:47 - June 13, 2010
د خبر لمبر: 1939102
د كلتوراو هنر ډله: په كينیډا كې د حضرت بی بی فاطمه زهرا سلام الله عليها د نيكمرغه زوكړې په مناسبت په انګريزې ژبه كې د د «فاطمه فاطمه دی» نومې ځانګړنه مجله چاپ شوه
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتوری او ارتباطاتو ادارې څانګې یې نقلوی چې دا مجله په كينیډا كې د ايران د كلتوری مركز او د اهل بيتو عليهم السلام سترې غوندې په همكارۍ سره چاپ شوه او مقصد یې د خلكو بيا په تيره د كينیډا د مسلمان او شيعه ځوانانو د بی بی زهرا د ژوند د اخلاقی او عملی سيرت سره اشنایې لپاره بيان شوی دی.
په دې كې دا مقالی كې ليكلی شوی دی د اهل بيتو سترې غوندې لخوا ليكلی شوی فاطمه څوك دی؟ د عصمت مكمله بيلګه د علی جعفری ليكلی دانسانی ملغلری لنډا جاجونه او فاطمه فاطـمه ده چې علی شريعتی ليكلی دی
همدارنګ په كينیډا كې د ايران د كلتوری مركز خانه فرهنګ او د اهل بيتو سترې غوندې په همكارۍ سره د امام خمينې رحمه الله عليه د نيكمرغه زوكړې په مناسبت د امام خمينې په ياد كې تر عنوان لاندې هم يوه مجله چاپ كړې ده.
595559
captcha