IQNA

د امريكې محصلانو لپاره د قرانی او كلتوری سيل بندوبست

23:57 - June 14, 2010
د خبر لمبر: 1939824
كلتوری ډله: د امريكې ولايت الاباما په مونټګمری ښار كې د روانی ميلادی مياشتې جون له اته ويشتمې نیټی تر شپږم اګست پورې په دې ولايت كې د مسلمان محصلانو لپاره قرانی او كلتوری سيل ترسره كیږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له duscommunity ويب پاڼې یې نقلوی چې د مونټګمری د اسلامی سنټر دار السلام په كوششونو سره تر سره كيدونكې دغه سيل او چكر مقصد د قران پاك او اسلامی تعليم په هدف سره ښه موقعې تر لاسه كول دی.
دا قرانی سيل او چكر د دوشنبه، پنجشنبه او د جمعی په ورځ شپږ اوونۍ دوام لری او په دې كې له پينځو كلونو تر پينځلسو كلونو پورې محصلان او محصلات ګډون كوی.
دې تعليمې سيل په دوران كې محصلانو لپاره د قرانی تعليم او اسلامی مطالعاتی او ورزشی او علمی سيل او چكر په موضوع كلاسونه هم ترسره كیږی
596414
captcha