IQNA

د مصر مفتی: د شيعه او سنی تر مينځ د يووالی مطلب له اعتقادی اصولو لاس اخستل نه دی

23:55 - June 14, 2010
د خبر لمبر: 1939831
سياسی ډله: د مصر مفتی ښاغلی علی جمعه په قاهرې كې د ايران د مفاداتو ساتندوې دفتر مشر مجتبی امانی سره په كتنې كې په دې ‏خبرې ټينګار وكړ چې د شيعه او سنی تر مينځ د يووالی مطلب دا نه دی چې له خپل اعتقادی اصؤلو سترګې پټی كړو.‏‎ ‎
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له محيط ويب پاڼی یې نقلوی چې د قاهرې د دار الافتاء كې ترسره ‏شوی كتنې كې د مصر مفتی وويل چې په ټؤلې نړۍ مسلمانانو واجب دی چې هغوې د هر ډول مذهبی، رنګی او قومی اختلافات شا ‏ته كیږدې او وحدت او يووالی لپاره هڅې وكړی. او د مسلمانانو دې وحدت ته ښه پام وكړی.‏‎ ‎
هغه زياته كړه چې د شيعه ؤ او اهل سنتو تر مينځ د د وحدت د زياتيدا دا مطلب بالكل نه دی چې د يو مذهب منوونكی د بل مذهب ‏تعليمات او عقيدې قبولې كړی.‏
‏596285‏
captcha