IQNA

ايران د غزې تړانګې د كلابندۍ د ختمولو او خلكو ته د مرستو په رسولو ټينګار وكړ ‏

20:34 - June 15, 2010
د خبر لمبر: 1940540
سياسی ډله: د ايران اسلامی جمهوريت د غزې تړانګې د كلابندۍ د چټكې ختمولو او د فلسطين مظلومو خلكو ته د بشردوستانه ‏مرستو د رسولو غوښتنه وكړه .‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په ملګروملتونو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د وزارت خارجه ‏دايمی نمايندګۍ سلاكار اسد الله اشراق په جينيوا كښې د بشری حقوقو د شورا په څوارلسمې غونډې كښې په يوې وينا كښې دې ته په ‏اشارې سره چې د نيواكی فلسطين مخ په خرابيدونكی حالات تل د نړيوالې ټولنې يوه جايزه او سمدستی اندیښنه ده وويل له بده مرغه ‏دنيا په تيرو شپږو مياشتو كښې په پرله پسې ډول د فلسطين د بې ګناه خلكو پرضد د قدس د نيواكګر رژيم لخوا د نړيوالو بشردوستانه ‏بشری حقوقو ، او د نړيوالو بشری حقوقو د پرله پسې، سيسټاماټيك او پراخو خلاف ورزيو كتونكی ده .‏
په ملګروملتونو كښې د ايران استازی زياته كړه په دې مينځ ومان كښې د ښارګيو دجوړولو دغير قانونی كار دوام ، د كورونو ړنګول ‏، د بې ګناه خلكو نيول او زندانی كول ، له شكنجې استفاده او نورو څاروی ډوله چلندونه ، دغزې تړانګې دكلابندۍ دوام ، په دغه ‏سيمې دپوځی ځواكونو غچ اخستونكی حملې ، دسپیڅلی مذهبی ځايونو ړنګول ، دتوكمپالنې دبيلګې په توګه د توكمپال ديوال د ‏جوړولو دوام ، او په نړيوالو اوبو كښسې د فلسطين غزې تړانګې ته د بشردوستانه مرستو په كاروان وروستۍ حمله دصهيونيسټ ‏رژيم لخوا د ترسره شويو جنايتونو يوه كوچنۍ برخه ده .‏
په ملګروملتونو كښې د ايران استازی زياته كړه د ايران اسلامی جمهوريت يوځل بيا او په سخته دغزې خلكو ته دبشر دوستانه ‏مرستو په كاروان دصهيونيسټ رژيم حمله چې دګڼ شمير بې ګناه كسانو دمړينې او ژوبليدا سبب شوه دنړيوالو حقوقو دښكاره خلاف ‏ورزۍ او ديوه نړيوال جنايت دترسره كولو په توګه غندی او له هیڅ ډول ځنډ پرته په يوې نړيوالې محكمې كښې ددغه جنايت دترسره ‏كونكو دمحاكمې كولو غوښتونكی دی .‏
دايران استازی وويل په دې ارتباط د ايران اسلامی جمهوريت دقدس دنيواكګر رژيم لخوا دنړيوالو حقوقو دخلاف ورزۍ دموردونو ‏دپيژندلو او داسرايلو په جنايت دغور كولو او دحملې د ترسره كونكو كسانو د پيژندلو لپاره د يوې نړيوالې حقيقت موندونكی ډلې د ‏جوړيدا غوښتنه وكړه
‏597635‏
captcha