IQNA

علی لاريجانی: ايران به هیڅ كله د امريكی او په ګوته شمير هيوادونو سر زوری ته سر نه ټیټوی

22:35 - June 17, 2010
د خبر لمبر: 1941585
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی امريكې او څو نورو بلا غواړو هيوادونو ته خبرداری وركړ كه ‏په ذهن كې د ايرانيانو كشتيو او الوتكو د محصولاتو د پلټلو وسوسه لری له دويی سره به ورته مقابله وشی ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه نن د اسلامی شوراپه څرګندې غونډې كې زياته كړه ‏امريكا او ملګری یې ډاډمن ووسی چې په فارس خليج او عمان سمندر كې به یې بیړۍ د ايران په وسيله وپلټل شی او دا ‏ورته اقدام به د ايران د ملت د حقوقو د دفاع يوه برخه وی. ‏
د اسلامی شورا مشر وويل امريكې او صهونيسټ رژيم د ايران په ضد په دسيسې جوړولو سره د آزادۍ په كاروان د ‏حملې په جنايتكار او سپيره خيانت برغولی نشی كیښودلی.‏
هغه زياته كړه د غزې د كلابندۍ د ماتولو او د بيت المقدس د يهودی كولو موضوع په اسلامی نړۍ كې يوه روښانه او ‏ځليدلی مبارزه ده چې بيا بيا به تعقيب شی. ‏
هغه دغه راز ټينګاروكړ اسلامی ايران به هیڅ كله د امريكې او په ګوته شمير هيوادونو سر زورۍ ته تسليم نه شی او ‏خپلو يورانيمو پخولو ته به هماغه راز دوام وركړی.‏
‏598504‏
captcha