IQNA

23:00 - June 19, 2010
د خبر لمبر: 1942565

په عمان كښې د قران كريم د حفظ د شلمې دورې «سلطان قابوس» مقابلې شورو شوې

نړيواله يله: د قران كريم د حفظ د شلمې دورې مقابلې د سلطان قابوس په عنوان سره د شنبې د ورځې د غبرګولی د مياشتې په 29 نیټه د عمان په پلازمينه مسقط كښې شورو كیږی.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Omanobserver» یې نقلوی، د اسلامی كلتور مركز«سلطان قابوس» چې د دې مقابلو د ترسره كولو ذمه واری په غاړه لری د دې خبر په اعلان سره وويل: په دې مقابلې كښې هغه 525 كټونكی كسان چې په ټول عمان كښې په پينځو مرحلو كښې په 16 جماتونو كښې ترسره شوی دی او دا مقابلې یې ګټلی دی ګډون كوی.
دا مقابلې به په نورو څو مرحلو كښې ترسره كیږی چې غرض یې د ځوانانو او راتلونكيو نسلونو د قران په لور تشويقول بيان شوی دی.
د دې مرحلو نورلسمه لړۍ د قران كريم په پينځو څانګو، د ټول قران حفظ، د 24 سپارو حفظ، د 18 سپارو حفظ، د 12 سپارو حفظ او د 6 سپارو حفظ كښې په تيره مياشتې كښې په دې هيواد كښې ترسره شوې وه.
600194
captcha