IQNA

22:57 - June 19, 2010
د خبر لمبر: 1942567

د مانچسټر په «الفرقان» جمات كښې د قران كريم د ختم پروګرام ترسره شو

نړيواله ډله: په مانچسټر كښې د اوسيدونكيو برونئيايی زده كوونكيو د قران كريم ختم د جمعې په ورځ د غبرګولی د مياشتې په 28 نیټه په الفرقان جمات كښې ترسره شو.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په نقل چې «Bru Direct» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا پروګرام د قران د سوره فاتحې په تلاوت سره شورو شو او د قران كريم د ختم دعا او نورو اسلامی دعاګانو سره پای ته ورسيد.
د دې پروګرام د ترسره كولو غرض د هغه كسانو قدرونه ونه چې د قران كريم په هغه دورې كښې یې ګډون كړی و چې كومه د 77 كال په خزان كښې شورو شوې وه.
د قران كريم د ختم په دې دورې كښې زده كوونكی د قران كريم له تلاوته پرته د هغې مفاهيمو او د قران په تفسير هم پوه شول.
600292
captcha