IQNA

22:58 - June 19, 2010
د خبر لمبر: 1942590

ايسسكو مشر: د اسلامی نړۍ او امريكې تر مينځ تعلقاتو ته زيان رسيدو يو سبب د صهيونی حكومت دی

سياسی ډله: د آيسسكومشر ښاغلی "عبدالعزيز بن عثمان التويجری" په " اسلامی نړۍ او امريكه" نومې نړيوال سيمينار ‏كې په خپل پيغام كې وويل چې اسرائيلو حكومت په خپل تيرې اقداماتو سره او سياست سره د اسلامی نړۍ او امريكې تر ‏مينځ تعلقاتو ته زيان رسولی دی. ‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ‏ISESCO‏ یې نقلوی چې عبدالعزيز التويجری په ‏اوولسم جون د مصر په اسكندريه ښار كې د اسلامی نړۍ او امريكې د تعلقاتو نومې سيمينار كې په خپل پيغام كې وويل ‏چې د امريكې ولسمشر باراك اوباما تير كال په قاهرې كې په خپلې وينا كې د بدلون په هكله خبرې كړې وې. ‏
هغه زياته كړه چې مسلمانان د فلسطين مسئله او اسراييلی تيرې ظلمونو په نتيجې كې د فلسطينی ولس ستونزې او مشكلات ‏په هكله د امريكې په سياست كې د بدلون منتظر يوو. ‏
‏599656‏
captcha