IQNA

الازهر د تشيع مذهب په رسميت پيژنی.

14:45 - June 20, 2010
د خبر لمبر: 1943172
بين المللی ډله: شيخ الازهر احمد اطيب د ١٢ امامی شيعه مذهب په رسميت د نه پيژندلو په هكله د سعودی وهابی مفتی غوښتنه رد كړه او اعلان ئی وكړ: تشيع مذهب په رسميت پيژنو
د اباء خبری آژانس په نقل د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخی: شيخ الازهر احمد الطيب په دی هكله ووئيل: دغه غوښتنه د قبول وړ نه ده او هیڅوك ئی نه منی، ځكه چې د الازهر ثابت او پوخ دریځ د مسلمانانو تر مينځ د وحدت پلی كول دی.
ده زياته كړه: د اسلام د دين د ژوند په ١٤ پیړيو كښی شېعه او سنی د اسلام دوه برخی وې او دی چی ددغی مودی په اوږدو كښی دغو دواړو له يو بل سره هیڅكله جګړه نده كړی او هغه څه چی نن سبا رامينځته شوی دی د فرقه ايز جنګ د وسلی له لاری د مسلمانانو كمزوری كول دی.
احمد الطيب ټينګار وكړ: د اسلامی مذهبونو تر مينځ نژديكت د الازهر له مهمو لومړيتوبونو څخه دی او د شيعه او اهل تسنن تر مينځ اختلاف يوازی د دين په فروعو كښی دی او د دين په اصولو او ثوابتو كښی له يو او بل سره ګډ دی.
599912
captcha