د سوریۍ د عمومی مفتی د اطلاع رسونی د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د سوریۍ د څانګی د رپورټ له مخی: د سوریۍ ستر مفتی شيخ احمد بدرالدين حسون غزی ته په روانی د ازادی په قافله كښی موجودو څلورو تنو سوريای امداد رسونكو سره په كتنه كښی د دغه مطلب د بيانولو په ترڅ كښی ټينګار وكړ: كه څه هم د غزی خلك همهغه شان د صهيونسټی نيواكګرو په كلابندۍ كښی دی خو په دغه قافله كښی ګډون كونكو د نفس محاصره ماته كړه او د دښمن اجباری پوځی او اقتصادی بائيكاټونه ئی په رڼا كښی وليدل.
ده ټينګار وكړ: اسرائيل يو ځل بيا ټولو نړيوالو ته وښودله چی په بين المللی قوانينو باندی بيخی نه پوهیږی او په هیڅ كوم دينی او انسانی ارزښت باندی پابند نه دی.
شماره خبر :600333