IQNA

د "ضياء القرآن" نومې كتاب دوهم ټوك په هندوستان كې رونمایې وشوه

17:19 - June 20, 2010
د خبر لمبر: 1943298
د قرانی كارونو ډله: د هندوستان ستر اديب، شاعر او دينی محقق ښاغلی زيرك حسين امروھوی" ليكلی كتاب "ضياء ‏القرآن" دوهم ټوك د رونمایې مراسم د روانی ميلادی مياشتی جون په شپاړسمی نیټئ د هندوستان په امروهه ښار كې تر ‏سره شول چې پكښې عالمانو او محقيقانو ګډؤن وكړ
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دې رونمايیې مراسمو كې د ايران د كلتوری مركز خانه ‏فرهنګ مشر ښاغلی "كريم نجفی برزګر" په نوې دهلی كې د ايران د تحقيقاتی مركز مشر ښاغلی علی رضا قزوہ او ‏هندوستانی محقق ښاغلی سيد شہوار حسين نقوی ويناوې وكړی.‏
په دې ناستې كې د المصطفی نړيوال پوهنتون په هندوستان كې استازې ښاغلی حجت الاسلام والمسلمين مہدوی هم ګډون ‏وكړ. ‏
د "ضياء القرآن" نومې كتاب په دوهم ټؤك سريزه ښاغلی حجت الاسلام سيد شہوار حسين نقوی ليكلی ده او دا كتاب په ‏امروهه ښار كې ميرانيس اګیډمی چاپ او خپور كړی دی. ‏
يادونه كوو چې د دې كتاب لومړۍ ټوك څوكاله وړاندې خپور شوی دی.‏
‏599961‏
captcha