IQNA

18:42 - June 22, 2010
د خبر لمبر: 1944870

په قطيف كې د امام محمد تقی عليه السلام د نيكمرغه زوكړې په مناسبت د خوشالۍ پروګرام تر سره كیږی

كلتوری ډله: د قطيف ولايت په العواميه ښار په امام حسين عليه السلام جومات كې د روانی ميلادی مياشتی جون په دوه ‏ويشتمې نیټئ د حضرت امام محمد تقی عليه السلام د نيكمرغه زوكړې په مناسبت د خوشالۍ پروګرام تر سره كیږی. ‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبرې چينل راصد یې نقلوی چې په دې پروګرام كې د ‏اهل بيت عليهم السلام مذهب مينه وال به په زيات شمير ګډؤن كوی او د قطيف ښار د شيعه دينی عالم ښاغلی حجۃ الاسلام ‏والمسلمين "جعفر الرابح" د حضرت امام محمد تقی عليه السلام د پاك سيرت او اخلاقی فضايلو په هكله وينا كوی. ‏
پس له دې د اهل بيت عليهم السلام شاعرانو او ذاكرانو د حضرت امام محمد تقی عليه السلام په شان كې منقبت سرایې ‏او شعرونه وويل. ‏
‏601476‏
captcha