د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت آيت ا... العظمی خامنه ای نن د د ايران د لوړو روزنيزو مركزونو او علمی پوهنتونونو د پلاويو له بسيجی غړيو سره په كتنې كې د اسلامی خوځښت په مقابل كې چې بيلګه یې اسلامی جمهوری نظام دی،د استكباری نظام د لالهاندۍ او د هغه د انفعالی دریځ په بيانولو سره چې د اسلامی ايران ظهور او شتون ، د سلطې نظام لپاره د اوسنيو ستونزو اصلی عامل وباله.
هغوی استكباری نظام ، په بندون ګير وباله او وې فرمايل،هغه كمربند چې استكباری نظام د نړی په مسلو په تيره د منځنی ختیځ د حساسې سيمې ګير چاپير ايستلی ،شليدلی او نړيوالو ته دهغوی د پخوانيو تبليغاتو چل ولونه روښانه شوی دی .
هغوی له صهيونست رژيم امريكا څخه د نړيوالې غصې او كركې زياتيدا ته په اشارې سره ټينګار وكړ،اوس حتی د امريكا په ټولنې كې ،دصهيونستی لابۍ له قدرتمن شتونه ژوره غصه د پراختيا په حال كې ده،او دامريكا خلكو ته د دغه هيواد درژيم له ډيرو سختو شرايطو سره ،د دې غصې نښې روښانه شوی دی .
هغوی زياته كړه،له اسلامی نظام سره دهغوی دښمنی له همدې كبله ده خو د پريكړه ليك د صادرولو لپاره لالهانده اقدامات،او د بنديزونو غير حقيقی ستر ښودل،او ورسته هم پوځی ګواښ،ټول ، په اسلامی نړۍ كې له پريكنده او ستر خوځښت سره په ټكر كې د استكباری نظام د انفعال ښودنه كوی.
هغوی هم دا راز استكبار ځپنه، په نړۍ كې د كفر د خوځښت په مقابل كې پريكنده مقاومت، او د دين ا و انقلاب له دښمنانو سره روښانه كرښه معلومول، داسلامی ايران د نظام اصلی ځانګړنې وبللې،او وې فرمايل،كه څوك د دين اوانقلاب له دښمنانو سره روښانه سرحد او كرښه معلومه نكړی،خپل قدر كموی ،او كه هغوی ته ګروهنه پيدا كړی، د نظام له كړۍ ايستل كیږی.
603643