د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له محيط ويب پاڼې یې نقلوی چې ښاغلی قيس الرفاعی په دې هكله وويل چې دا قرانی دوره د روانی ميلادی مياشتی جون له اووه ويشتمې نیټې شورو كیږی او پينځم اګست پورې به دوام ولری او د دې دورې د تر سره كيدو مقصد د اووړی تعطيلاتو كې د محصلانو د فارغ او خالی وخته ښه استفاده كول دی.
ښاغلی قيس الرفاعی زياته كړه چې دا دوره په دريو مرحلو كې تر سره كیږی چې په لومړۍ مرحلې كې د قران پاك تلاوت، په دوهمې مرحلې كې د لسو سپارو حفظ او په دريمې مرحلې كې د دريو سپارو حفظ شامل دی.
603269