د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه بیګا د ايران په شمال كې په ساری كې د حضرت امام علی عليه سلام د نيكمرغه زوكړې د كليزې پّه مناسبت خلكو ته د دې كليزې په مباركې ويلو سره په يو لړ دستورو كې وويل چې د ايران اصلی ماموريت د امامت او ولايت كلتور پراخول دی
هغه زياته كړه چې هغو پريكړو سره چې مخكې د ايران په ضد صادريدې كوم مخالفت ورسره نه ؤ خو د وروستی پريكړه ليك د تصويبيدا په غونډې كې څو هيوادونو د ۱۹۲۹ پريكړه ليك له تصويبيدا سره مخالفت وكړ .
د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر دغه راز د امنيت شورا د ايرانی ضد پريكړې له صادريدا سره موافقو هيوادونو ته د اسلامی ايران ځواب ته په اشارې سره جوته كړه نوموړو هيوادونو ته اعتراضيه ليكونه لیږل شوی دی او د هغوی فيصله په منطقی استدلالونو او مدركونو سره له ستونزو سره مخامخ شوی ده .
د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر محـمود احمدی نژاد دغه راز روښانه كړه د مګړۍ د سرزرو هيوادونو د واكوالانو خورا لويه ستونزه دا ده چې دوی د خلكو عمومی افكار نشی قانع كولی څو د دوی غير منطقی او ناسم كړچار ومنی
603974