د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې ستر لارښود دفتر له اطلاع رسولو مركز او ويب پاڼې یې نقلوی چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت آ.... العظمی سيد علی خامنه ای نن د حضرت امام علی عليه سلام د نيكمرغه زوكړې د كليزې په مناسبت د بوشهر ولايت د زرګونو خلكو په ټول كې وفرمائيل، د ايران ملت د لوړو اسلامی آئیډيالونو په لور د حركت په لاره كې خپل ثابت قدم ښودلی او د ګام دغه ثبات به هم په الهی توفيقاتو سره وساتی.
حضرت آيتالله خامنهای دغه راز د ايران د ملت لوئې برياوې او پرمختګونه او د اسلامی انقلاب داصلی شعارونو ځليدا دولس د توانمنيو او بصيرت پامته داره وبلله او جوته ئې كړه نن سبا د ايران ملت په تيره بيا ځوانان بصيرت لری او راتلونكی له دغه ملت سره اړه لری .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود دغه راز ټينګار وكړ د فتنې په دور كې د فضا ككړتياوې كله داسې وی چې ځينی شخصيتونه هم پكې تيروتنې كوی، پر دې اساس د فتنې په وخت كې بايد د حضرت امام علی عليه سلام د قول په اساس هغو ځانګړنو ته چې هماغه د اسلامی احكامو په اساس د اسلامی ټولنې اداره كول،له تيریګرو دښمنانو سره پريكنده چلند، له دښمنانو سره په شفاف او روښانه ډول د حدودو معلومول او د هغوی د دوكې په وړاندې په هوښيارۍ او ځيرتيا سره دريدا ده رجوع وكړو او مونږ هم اوس ورته اړتيا لرو .
حضرت آيتالله خامنهای د استكباری قدرتونو او د هغوی په سر كې د امريكا د سرزوريو رسوائۍ اودملتونو دمقاومت د نتيجې ښكاره كيدا ته په اشارې سره زياته كړه هغه وخت چې استعماری قدرتونو د ملتونو پتمنی ګواښله او سپكاوی ئې كاوه تير شوی دی او اوس د ايران ملت په دنيا كې د يوه پياوړی او قدرتمن ملت په توګه پيژندل شوی دی
604210