IQNA

د اسلامی هيوادونو د پارليمانو مشران راټولیږی

17:28 - June 26, 2010
د خبر لمبر: 1946167
نړيواله ډله: د اسلامی كانفرنس د غړيو هيوادونو د پارليمانانو د مشرانو ناسته په راتلونكې اوونۍ كې د شام په پلازمينې ‏دمشق كې تر سره كیږی ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ‏risalehaber‏ یې نقلوی چې ددې ناستې مقصد د ‏غزې حالت او د غزې په ازادې كاروان د اسراييلو حملی په هكله ټينګې فيصلې كول دی. ‏
د تركې د پارليمان مشر ښاغلی «محمد علی شاهين» چې د تركې په دې ناستې كې استازې هم دی د 57 اسلامی هيوادونو ‏د پارليمانانو مشرانو په غونډه كې به د اسراييلو د ازادۍ په كاروان حمله او د غير عسكرې خلكو د شهادت په رسولو بيا ‏په تيره د د تركې د نه (9) كسانو شهادت چې د انسانی حقوقو فعالان هم وو په هكله راپور وړاندې كوی. ‏
همداز په دې ناستې كې د فلسطين د خپلواكه حكومت د بيت المقدس په پلازمينې كې او د غزې د كلابندې د ماتولو په ‏هكله هم خبرې اترې كولی شی.‏‎ ‎
‏604154‏
captcha