IQNA

په افغانستان كې د عيسائيت تبليغ پر ضد نيوكې دوام لری ‏

22:27 - June 27, 2010
د خبر لمبر: 1946937
سياسيی ډله: افغانستان په سلګونو عالمانو، استاذانو او محصلانو د كاپيسا ولايت په البيرونی پوهنتون په كانفرنس هال كې يو ټول ‏سره په دې ولايت كې د عيساييت په تبليغ په خلاف مظاهرې وكړی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د اسلامی جمہوريت افغانستان د څانګې د يو راپور پر اساس، چې له افغانستان له رسندويو یې ‏نقلوی چې له څلورو سوو زيات كسانو له افغان حكومت غوښتنه وكړه چې هغوی دې په دې هيواد كې د عيسايانو د تبليغ او د ‏مسلمانانو د ګمراه كوونكو په ضد سخت ګامونه اوچت كړی ‏
د البيرونی پوهنتون د شرعی علمونو مشر ښاغلی ولی اللہ لبيب وويل چې د اسلامی ارزښتونو او د عقيدو په خاطر شل لاكه شهيدانو ‏وطن اسلامی افغانستان د عيساييت تبليغ نه شی تحمل او برداشت كولای ‏
هغه زياته كړه چې كله حكومت په دې هكله سستی او نرمی كوی نو دا به د خلكو او د حكومت تر مينځ د ليرې والی سبب وګرځی ‏او د حكومت مخالفين له دې ناوړه استفاده كولی شی.‏
‏ 604226‏
captcha