IQNA

په اردن كې د قران د حفظ 144مركزونه افتتاح كیږی

23:34 - June 28, 2010
د خبر لمبر: 1947753
نړيواله ډله: د اردن په جنوب صوبی العقبه په مختلفو جوماتونو كې د ګرمی موسم لپاره يو سل څلور څلویښت د قران د حفظ ‏مركزونه له بیګا افتتاح شوو
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اردنی ورځ پاڼې الدستور یې نقلوی چې د العقبه ولايت د ‏اوقافو محكمې مشر ښاغلی ‏‎ ‎‏«شيخ سليمان بلبل» د رسندويو سره په خبرو كې وويل چې په دې 144 د قران پاك د حفظ ‏مركزونو كې 53 مركزونه د ښځو لپاره او 91 مركزونه سړو لپاره دی. او ټول برخه اخستونكو شمير نږدې پينځه زره دی.‏‎ ‎
شيخ سليمان بلبل زياته كړه چې دا كلاسونه به دې اوقافو د وزارت په طريقه ښوودلی شی او پكښې دا درسونه شامل دی لكه ‏فقه، حديث او د قران د مختلفو سپارو حفظ كول شامل دی.‏‎ ‎
‏604535‏
captcha