IQNA

احمدی نژاد د خبرو اترو نوی شرطونه اعلان كړل ‏

23:35 - June 28, 2010
د خبر لمبر: 1947756
سياسې ډله: د ايران ولسمشر ښاغلی احـمدی نژاد ددې خبرې په كولو سره چې ‏قرانی فعاليتونه د صوبايی سفرونو د كلتوری يوه اهم نكته ده څرګنده كړه.‏چې سږ كال قرانی فعاليتونو ته ښه بودجه خاص شوی ده ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر له ۵+۱‏‎ ‎ډلې سره ‏د خبرو اترو نوی شرطونه اعلان كړل‎ .
ډاكټر‎ ‎محمود احمدی نژاد نن په تهران كې له داخلی او بهرنيو رسنيوسره په يوه خبری كنفرانس‎ ‎كې وويل، د مقابل لوری د ‏بد اخلاقيو په دليل او د هغوی د رټلو په موخې سره د خبرو اترو‎ ‎نیټه ځنډیږی او د ۲۰۱۰ كال د اګست په وروستيو كې به له ‏نوموړی ډلې سره نوی خبرې‎ ‎اترې وشی‎.
ډاكټر احمدی نژاد له ۵+۱ ډلې سره د خبرو اترو يو شرط د صهونيسټ رژيم‏‎ ‎د ایټم بم په باب د هغوی د نظر اعلانول وبلل‎ .
د اسلامی ايران ولسمشر له نوموړی‎ ‎ډلې سره د نويو خبرو اترو بل شرط د يوه نړيوال تړون په توګه له اين پی ټی تړون ‏څخه د‎ ‎‏۵+۱‏‎ ‎ډلې پيروی وباله.‏
احمدی نژاد دغه راز دريم شرط له ايران سره د خبرو اترو له دوامه‏‎ ‎د دغې ډلې د موخې معلوميدا وبالهّ‎
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر هم دا راز‎ ‎روښانه كړه له مقابل لوری سره خبرې اترې د ۵+۱ ډلې غړو ته نه ‏محدودیږی
‏605867‏
captcha