IQNA

د حفظ په څانګه كښې د تنغيم او صوت نمبرې ناعادلانه وې

22:25 - July 19, 2010
د خبر لمبر: 1958805
نړيواله ډله: د سوریې حافظ «عمر الناظر» باوری دی: د قران كريم د حفظ په څانګه كښې د تنغيم(قرانی نغمو) او صوت نمبرې د ايران په نړيوالې مقابلې كښې ناعادلانه وې او په دې سبب د ځينې حافظانو حق ضايع شو.
د ايران د اوويشتمې نړيوالې قرانی مقابلې كښې د حفظ په څانګه كښې د سوریې د هيواد نماينده عمر الناظر د ايران قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: د قران د حفظ په مقابلې كښې فيصله كوونكی كمیټۍ چې كومې نمبرې تنغيم او صوت ته وركړی دی هغه زما په نظر يوه غلطه مسله وه.
هغه دې ته پام چې د قران مقاماتو او صوت ته نمبرې وركول بايد يوازې هغه كسان سره خاص وی چې د قرائت په څانګه كښې یې كار كړی وی، د حفظ په څانګه كښې بايد يوازې د حفظ ښه شونه او د وقف او تجويد نمبرې په نظر كښې وساتل شی، خو د ايران د نړيوالې مقابلو كښې به د حافظانو لپاره هم د نغماتو او صوت نمبرې په نظر كښې ساتل كيدی چې دا كار د ډېرو حافظانو په حق كښې د ظلم سبب شو.
15
captcha