د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له 4rfv یې نقلوی، دا سپوږمكيز چينل به د جنوبی افريقې د لومړنی چينل په توګه خپل پروګرامونه په انګريزۍ ژبه خپروی، د څه مودې لپاره به دا چينل يوازې د جنوبی افريقې په شلو هيوادونو كښې ليدل كیږی او بيا به څه وخت وروسته د نړۍ ټول انګريز ژبی مسلمانان له دې چينله ګټه اخستی شی.
د دې شبكې د شورو كولو غرض د اسلام د ښكلا او اصلې څيرې ښودل دی همدارنګ به دا چينل د اسلامی اقتصاد، كلتور او سياست او د ښځو په هكله هم خپل پروګرامونه خپروی.
618271