IQNA

په تركیې كښې د قران كريم سمينار ترسره كیږی

22:47 - July 20, 2010
د خبر لمبر: 1959508
نړيواله ډله: د قران كريم سمينار د مفتيانو د ادارې «بورسا(Bursa)» په مرسته د شنبې پهورځ د زمری د مياشتې په لومړۍ نیټه د «مرينوس(Merinos)» د ښوونې په مركز كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د تركیې له «جهان» ورځپاڼې یې نقلوی، دا سمينار د قران كريم د نازيليدو د څوارلسمې صدۍ د پوره كيدو په مناسبت او په دې مناسبت چې په تركيه كښې د 2010 كال د قران د كال په نوم ايخې شوی دی د «عثمانلی(Osmanlı)» كلتوری انجمن او د «حايرات(Hayrat)» خيريه انجمن په ګډون سره ترسره كیږی.
داسلامی نړۍ د غير دولتی د سازمانونو د اتحادی (İDSB) د همانګۍ د برخې مسئول«جهانگير ايش‌بيلير(Cihangir İşbilir)» ، د «پياله پاشا(Piyale Paşa)» «جمات خطيب او امام جمعه اسحاق دانئش(İshak Danış)» دټولنيزو او دينی مسئلو څیړاندې، «سعيد ياووز(Said Yavuz)» ، په «اسپارتا( Isparta)» ښار كښې د حايرات د انجمن نماينده «مخلص كؤرپه( Muhlis Körpe)» او «محمد تمل ماوی‌باش(Muhammed Temel Mavibaş)» د «عثمانلی» انجمن مشر ځينې له هغه شخصيتونو څخه دی چې په دې سمينار كښې ګډون كوی.
618010
captcha