IQNA

په روس كې د انسانی حقوقو اسلامی مركز جوړیږی

21:13 - August 04, 2010
د خبر لمبر: 1967386
سياسی او ټؤلنيزه ډله: د روس په سن پیټرزبرګ ښار كې د انسانی حقوقو اسلامی مركز جوړیږی
‏ د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس "‏info-islam‏" یې نقلوی چې د اسلامی انسانی ‏حقوقو ادارې مشر ښاغلی "جمال الدين محمود آف" په يوې خبری ناستې كې ويلی دی چې دا مركز د روس په مسلمانانو او د روس ‏په محكمې كې د دريم غړی رول لوبوی او دې سره به مسلمانانو ته د هغوی حقوق ملاو شی. ‏
هغه زياته كړه چې دې مركز ته شرعی محكمې ويل صحيح نه دی ځكه چې دا مركز سره څه اختيارات نيشته بلكې ددې مركز كار ‏دا دی چې د مسلمانانو د اعتراضونو ته ځواب وركړی او يا یې روسی چارواكو ته ورسوی او همدا رنګ د مسلمانانو د ستونزو د زر ‏تر زره ختميدو په وجې هغو ته لارښودنه كول دی. ‏
‏625937‏
captcha