د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د رهبرۍ ستر مقام حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای د پرديو عسكرو د شتون په دليل د افغانستان د ولس له ډيرو مصيبتونو د خواشينۍ په څرګندولو سره ټينګار وكړ پردی چې د امنيت او ډيموكراسۍ په شعار سره افغانستان ته ورغلل، اوس ملكيان وژنی او د هغوی شتون د افغان ولس لپاره له فساد او شره پرته بله كومه نتيجه نده درلودلی.
حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای په افغانستان د حملې او يا په ايران د دباو لپاره د نړيوالو قدرتونو دليلونه دروغ وبلل او جوته یې كړه چې دغه قدرتو نه يوازې په خپلو ګټو او نه ختميدونكيو طمعو لپاره په سيمه كې دی، خو د سيمې اوسنی شرايط او د دغو قدرتونو وس له تير وخت سره دير توپير لری.
د رهبرۍ ستر مقام وفرمايل په افغا نستان كې د پرديو شتون د دغه هيواد د خلكو لپاره له فساد او شره پرته بله كومه نتيجه نه ده درلودلی.
حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای زياته كړه ، ننی امريكا له تيرو شلو كالو امريكې سره ډير توپير لری، ځكه چې د اسلامی ویښتيا په شمول راز راز مسلو د هغو وس محدود كړې دې.
د رهبر ۍ ستر مقام هم دا راز په دغه كتنه كې د دريو هيوادونو ډيرو ګډو او زياتو زمينو ته په اشارې سره وويل د افغانستان او تاجيكستان امنيت، پرمختګ او ترقی د ايران په ګټه ده او د ايران پرمختګ او امنيت به هم په پريكنده د سيمې د هيوادونو په ګټه وی.
په دغه كتنه كې افغان ولسمشر كرزی او تاجيكستان ولسمشر امام علی رحمان هم په خپلو خبرو كې له مخكې زيات د دريو هيوادونو د ملګرتياو په پراختيا ټينګار وكړ.
627416