IQNA

په سينیګال كې د قران پاك اتلسمی مقابلی تر سره كیږی

12:44 - August 19, 2010
د خبر لمبر: 1976809
د قرانی كارونو ډله: د روانی ميلادی مياشتی اګست په دوه ويشتمې نیټې د سينیګال په ټييس ښار كې سيمه ايزې اتلسمې قرانی مقابلی ترسره كيدونكی دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سيينګال سركاری خبری اژانس "APS" یې نقلوی چې دا مقابلی د سيينګال د مسلمانانو ځوانانو انجمن "UJMS" په كوششونو سره په ټييس ښار كې تر سره كيدونكې دی.
د قران پاك د حفظ په دې مقابلو كې د سينیګال نږدې څلویښت قرانی مركزونه ګډون كوی.
يادونه كوو چې ددې مقابلو په افتتاحی مراسمو كې د سينیګال ولسمشر د ټييس ښار مشر او په سينیګال كې د اسلامی هيوادونو سفيران ګډون كوی.

635333
captcha