ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې د فرانس له رسمی خبری اژانس (AFP) یې نقلوی، د اتراسبورګ ښار تأديبی عدالت په يوې بيانيه كښې هغه ديرش كلن كس عدالت ته د ځواب غوښتلو لپاره د غوښتی په هكله خبر وركړی دی چې د قران سپكاوې یې كړی و.
د دې بيانیې په بله برخه كښې راغلی دی: دا كس به په دې دليل د فرانس تأديبی عدالت ته حاضریږی چې د نورو دينونو سپكاوې یې كړی او عمومی ذهنونه یې خراب كړی او د نسل پرستۍ بلنه یې وركړې ده. او هلته به د پوښتونو ځوابونه وركوی.
په داسې حال كښې چې د قران سپكاوې د لويدیځ كښې د بيان د ازادۍ په نامه ادامه لری، دې كس د قران د سپكاوی فيلم يو ساعت ركارډ كړی او په «وب ـ ټیوی» كښې خپور كړی دی.
669343