د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له نسيج ويب پاڼې یې نقلوې چې ددې سيمينار شركاؤ په دې خبرې ټينګار وكړ چې ددې موسسې په جوړيدو سره په دنيا كې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه وله وسلم د حمايت سره تړلی موسسې او انجمنونو تر مينځ د رابطې په عنوان سره شوی كوششونه به يو ځای ته راټولوی.
ددې سيمينار په وروستی بيانیې كې راغلی دی چې د نبې اكرم صلی الله عليه واله وسلم د پاك سيرت او سنت سره د دنيا خلكو له زياتې اشنایې لپاره په مختلفو ژبوكې نړيوال سپوږميز چينلې، ويب پاڼې پرانستل او مختلف كتابونه او مختلف مجلې په چاپيدو ټينګار وشو.
همدا رانګ ددې سيمينار په پای كې مسلمان عالمانو او پوهاندو له اسلامی امت غوښتنه وكړه چې هغو د اسلام او رسول الله د سپكاوې كول مخنيوی لپاره زيات نه زيات كوششونه وكړی.
669394