IQNA

د نبی اكرم(ص) حمايت نومې نړيواله موسسه جوړیږی‏

19:54 - October 07, 2010
د خبر لمبر: 2008304
كلتوری ډله: په سعودی عرب كې د نبې رحمت نومی نړيوال سيمينار كې ګډون كوونكو د د نبی اكرم(ص) حمايت او ‏نبوی سنت د بيانولو نومی نړيوالې اسلامی موسسې جوړولو غوښتنه كړې ده.۔ ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له نسيج ويب پاڼې یې نقلوې چې ددې سيمينار شركاؤ په ‏دې خبرې ټينګار وكړ چې ددې موسسې په جوړيدو سره په دنيا كې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه وله وسلم د حمايت سره ‏تړلی موسسې او انجمنونو تر مينځ د رابطې په عنوان سره شوی كوششونه به يو ځای ته راټولوی. ‏
ددې سيمينار په وروستی بيانیې كې راغلی دی چې د نبې اكرم صلی الله عليه واله وسلم د پاك سيرت او سنت سره د دنيا ‏خلكو له زياتې اشنایې لپاره په مختلفو ژبوكې نړيوال سپوږميز چينلې، ويب پاڼې پرانستل او مختلف كتابونه او مختلف ‏مجلې په چاپيدو ټينګار وشو. ‏
همدا رانګ ددې سيمينار په پای كې مسلمان عالمانو او پوهاندو له اسلامی امت غوښتنه وكړه چې هغو د اسلام او رسول ‏الله د سپكاوې كول مخنيوی لپاره زيات نه زيات كوششونه وكړی.‏
‏669394‏
captcha