IQNA

په ملايشيا كې د قران په هكله نړيوال كانفرنس تر سره كیږی

19:45 - November 02, 2010
د خبر لمبر: 2024499
نړيواله ډله: د ملايشيا په پلازمينې كوالالمپور كې په ملايا پوهنتون ې د راتلونكې ميلادی كال په جنوری ‏مياشتی كې دوه ورځنې نړيوال قرانی كانفرنس ترسره كیږی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "‏CRQ‏" ويب پاڼې یې نقلوی چې د ‏قران پاك تحقيقاتی مركز او مالايا پوهنتون د اسلامی مطالعاتو ښوونځې د قران پاك او حديث څانګې په ‏همكارۍ سره دا نړيوال كانفرنس تر سره كیږی. د دې كانفرنس مقصد د پوهاندو او مفكرينو تر مينځ ‏علمی مباحثې كول دی. ‏
راپور سره سم دا كانفرنس په انګريزۍ او باهاسا مالايو ژبو كې تر سره كیږی او د ملايشيا د اسلامی او ‏نړيوالې پوهنتونونو استاذې د تحقيقاتی مركزونو غړی او په نړيوالې سوېې د قرانی علمونو په هكله اهم ‏خدمتونه كوونكو شخصيتونه هم ګډؤن كوی.‏
يادونه كوو چې قران اواسلامی مطالعاتو ښوونځه د ملايشيا لومړنی قرانی تحقيقاتی اداره ده چې په كال ‏‏2010ء كې جوړه شوی ده.‏‎ ‎
‏686509‏
captcha