د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له راصد خبری چينل یې نقلوی چې په دې ګډه اعلانيه او بيانېې كې له عربو هيوادونو غوښتنه شوی ده چې د انسانی حقوقو خلاف ورزی، د بيان په ازادۍ بنديز او په ځينو شخصيونو د بنديز دې زر تر زره ختم شی.
په ګډه اطلاعيه كې ټينګار شوی دی چې د اسلامی نړۍ نننی ستونزو او مشكلاتو حل د مذهبی او سياسی تنظيمونو تر مينځ په خبرو اترو او تعلقاتو كې پټ دی.
په دې اطلاعیې باندې لاسليك كوونكو شخصيتونو ويلی دی چې نورو دينونو او مذهبونو سپكاوی كول يو غير منطقی او بده چاره ده چې له امله یې د اسلامی مذهبونو د منوونكو تر مينځ بې اعتمادی پيدا كيدا مينځ ته راځې.
686482