د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، له نړيوال استكبار سره د ملی مبارزې د ملی ورځې د لمانځلو دستورې نن سهار د محصيلينو، زده كوونكو او د اسلامی ايران د سرلوړی او پتيالی ملت د بيلابيلو پرګنو په شتون سره په تهران او د ايران په ټولو ښارونو كښې تر سره شوې.
په دغو دستورو كښې ګډون كونكو په يوه پريكړه ليك كښې د اسلامی انقلاب له ستر مشر حضرت امام خمينی ر حمه الله عليه او د سپیڅلی دفاع او د امام خمينی رحمه الله عليه د لارې د لوړ مقام محصيلينو شهداو له ایډيالونو سره سره د ميثاق او ژمنې په بيا نوی كولو سره ټينګار وكړ د لړم د مياشتې ديارلسمه نیټه د سترو پیښو يادونه كوی چې د ايران د اسلامی انقلاب د حركت په پيدا كيدا او ګړندی توب او له اسلامی ټاټوبی ايران څخه د سترې شيطانې يعنی د جنايتكارې امريكې په شړلو كې یې مهم او برخليك ټاكونكی رول لوبولی دی.
په دغه پريكړه ليك كښې ويل شوی دی د ۱۳۴۳ لمريز كال د لړم د مياشتې په ديارلسمه نیټه تركیې ته د امام خمينی رحمه الله عليه جلاوطن كيدل، د ۱۳۵۷ لمريز كال د لړم د مياشتې په ديارلسمه نیټه د محصيلينو مظاهرې او د ۱۳۵۸ لمريز كال د لړم د مياشتې په ديارلسمه نیټه د امريكې د جاسوسۍ د ځالې نيول د لړم د مياشتې په ديارلسمه نیټه هر كال د مستكبرو او زور ويونكو قدرتونو د جنايتګرۍ او شيطانی خوی او د استكباری تفكر پرضد د ايران د ملت د انقلابی كينې او د سپیڅلی غوسې د نندارې ته د وړاندې كولو لپاره ارزښتمن فرصت دی.
په دغو دستورو كښې ګډون كوونكو په خپل پريكړه ليك د امريكې او د هغې د اروپای متحدانو زياتيدونكو مشكلاتو او چيلنجونو ته په اشارې سره ټينګار وكړ دغو ټولو مشكلاتو د لويدیځې ډيموكراسۍ او ليبرال نظام رعب له مينځه وړی دی او د پانګوال اقتصادی د پوكڼې په چاويدا سره د نړيوالو سلطه ګرانو په ماڼيو ويره او مرګ سيوری غوړولی دی.
د لړم د مياشتې د ديارلسمې نیټې په مظاهرو كښې ګډون كونكو له نړيوال استكبار سره د مبارزې ملی ورځ دمقاومت، پايدارۍ او د امريكې او نورو زور ويونكو او سلطه غواړو قدرتونو په وړاندې د سرلوړۍ او برياليتوب رمز وباله.
د ايران لاريون كونكو ټينګار وكړ د استكباری قدرتونو له سزاګانو، بايكاټ او د ګواښ له حربو په نه ويريدا سره هماغه راز امريكا ستره شيطانه او خپله لومړې لمبر دښمنه ګڼی.
688696