د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د ټی وی او ریډيو مشر نن د ايران د تهران كې د امريكې پخوانی سفارت خانی مخې ته د محصلانو يو ټول كښې وويل په تهران كښې د امريكا د جاسوسۍ د ځالې په نيول كيدا سره د نړيوال استكبار رعب له مينځه لاړ.
د ايران محصيلينو د ۱۹۷۹ ميلادی كال د نومبر د مياشتې په څلورمه نیټه په تهر ان كښې د امريكا د سفارت په نيولو سره داسې سندونه لاس ته راوړل چې د دې ښودنه یې كوله چې امريكايانو په ايران كښې جاسوسۍ كوله او د اسلامی ايران د نوی نظام د پرځولو لپاره یې له تښتيدليو انقلاب ضد او ترهګرو كسانو ته پراخې مالی مرستې وركولې.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود په تهران كښې د جاسوسۍ د ځالې نيول دوهم انقلاب ونوموه او د امام خمينی د لارې منونكو مسلمانو محصيلينو د دغه اقدام یې ملاتړ وكړ.
دايران د راډيو او ټيلی ويژن ادارې مشر ښاغلی عزت الله ضرغامی په دوام كښې د امريكې د جاسوسۍ ځالې نيول د اسلامی انقلاب دباورونو په ژورتيا كښې اغيز شيندونكی او نوی حركت وباله.
ضرغامی په تهران كښې د امريكې د جاسوسۍ د ځالې مخ ته له استكبار سره د مبارزې د ملی ورځې په دستورو كښې وويل د امريكا د جاسوسې ځالې په نيول كيدا سره د ايران د ملت د استكبار ضد حركت ډير ژور او پياوړی شو.
هغه وويل نن استكبار د ايران د ملت په وړاندې په ګونډو شوی دی او د استكبار دغه ماتی د امريكا د جاسوسۍ د ځالې د نيولو او د ايرانيو محصيلينو د انقلابی حركت بريا ده.
د ايران د راډيو او ټيلی ويژن ادارې مشر دغه راز د امريكا د ولسی جرګې كانګرس په مينځ پړاو انتخاباتو كښې د ډيموكراټ ګوند ماتی ته اشاره وكړه او ویې ويل هغوې په ظاهره د بدلون په شعار سره قدرت ته ورسيدل خو هم اروپايانو او هم امريكايانو ډير بد امتحان وركړ.
688699