د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كانفرنس له يب پاڼې یې نقلوی چې د اسلامی كانفرنس مشر ښاغلی اكمل الدين احسان اوغلو تيره ورځ يو بيان خپور كړی دی چې پكښې د ملګرو ملتونو لخوا د دينونو تر مينځ د خبرو اترو ته د له پراختيا وركولو لپاره په نړيواله سويه د اوونۍ تر سره كولو اقدام په ستايلو سره ويلی دی چې د ملګرو ملتونو دا ګام د اسلامی كانفرنس د منشور په مطابق دی.
په بيان كې راغلی دی چې هيله من يوو چې اسلامی هيوادونه نړيوالې ټولنې سره په قدمونو سمولو سره د دينونو اوونۍ به له ښه ډول تر سره كړی او دينونو تر مينځ د ورورولۍ، د يو بل احترام او يو بل سره د خبرو كلتور ته د پراختيا وركولو كې ښه رول ولوبوی
687889