IQNA

د نړۍ دينونو تر مينځ خبرې اترې كول د ټولې نړۍ اساسی ضرورت دی

19:56 - November 05, 2010
د خبر لمبر: 2025647
نړيواله ډله: د اديانو ترمينځ د خبرو اتروكولو د اسټريا څانګې مشر ښاغلی ګماينرپر اننټرل ويلی دی چې ‏د نړۍ د دينونو تر مينځ خبرې او اترې او بحث مباحثه د نننۍ نړۍ يو اساسی ضرورت دی او سره ‏خبرې اترې بايد په جدی توګه په منطقی ماحؤل كې تر سره شی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې مكالمه اديان نومی د اسټريا مشر ښاغلی ‏فرانټس ګمانيرپرانټرل تيره وررځ د اسلامی علومو او كلتوری موسسه مشر په كتنې كې وويل چې ‏دينونو تر مينځ داسې ډيرې مسلې موجودې دی چې ورباندې باندې په جدی توګه خبری وشی او مونږ ‏بايد د يو بل سره په مرستې كولو سره دا اهم فريضه سر ته ورسوو. په دې لاره كې خنډې ستونزې ليرې ‏كړی شی. ‏
هغه زياته كړه چې د دينونو خبری اترې هله ګټه ورې كیږی چې هر دواړه ډلې د يو بل په خبرو ‏پوهیږی او د حقيقت په لټه كې وی او همدارنګ علمی او تحقيقاتی مركزونه هم په دې اړه اهم رول ‏لوبولې شی ۔
ښاغلی فرانټس ګمانيرپرانټرل وويل چې په اسټريا او جرمنې كې موجود علمی او تحقيقاتی مركزونه ‏اسلامی علوم او كلتوری موسسه په شان ادارې په اړه اهم همكارۍ كولې شی. ‏
‏688377‏
captcha